عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د ځايي ادارو فعالیتونه له نږدې ارزولي دي.
ښاغلي حنفي مسؤلینو ته د خدمتونو ښه والي، د مراجعينو چارو ته د ژر رسېدنې او له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده.
نوموړي همداراز په ختیځ زون کې د کډوالو وضعیت او د هغوی د دایمي مېشتېدنې بهیر ارزولی او په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې یې کډوالو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د استوګنې نمرو طرحې، د سړکونو جوړول او د څښاک اوبو څاګانو کیندلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.



