کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې د مدیریت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی او نهپوهېږي چې دغه وضعیت څنګه پرمخ یوسي.
راپور زیاتوي، سره له دې چې ټرمپ په دوامداره توګه د ایران پر وړاندې توندې څرګندونې او ګواښونه کوي، خو په عملي ډګر کې د جګړې له پراخېدو څخه د ډډې کولو هڅه هم کوي.
په ورته وخت کې، ټرمپ بیا هم خپلو خبرداریو ته دوام ورکړی او ویلي یې دي چې پر ایران به سخت ګوزارونه وکړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم لوړ پاتې دی او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.


















