کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۸۷۳ زره او ۹۸۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د نوموړي په وینا، له دې جملې حیرتان بندر له لارې ۵۷۷ زره او ۹۸۹ ټنه، آقینې بندر له لارې ۸۲ زره او ۹۵۲ ټنه، تورغونډۍ بندر له لارې ۱۰۱ زره او ۱۹۲ ټنه او د خواف – هرات کرښې له لارې ۱۱۱ زره او ۸۴۸ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
حقشناس زیاته کړې، په یاده موده کې ۹ زره او ۲۷۵ ټنه صادرات هم شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او انار جوس جوړوي.
د هغه په خبره، د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو، ملي عوایدو لوړوالي او اقتصادي ثبات لپاره مهم ګام بلل کېږي.


















