کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ۹۰ دقیقو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د نړیوالو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو مشرانو د اوکراین د جګړې، احتمالي اوربند او د سولې د بهیر پر څرنګوالي خبرې کړې دي. راپور زیاتوي چې پوتین له کییف سره اوربند ته د چمتووالي ډاډ ورکړی، په داسې حال کې چې ټرمپ د جګړې د ژر پای ته رسېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ورته مهال، پوتین د ایران د وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ایران په خاوره کې هر ډول ځمکني عملیات د منلو وړ نه دي او دا به خطرناک پایلې ولري.
دغه ټلیفوني خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې نړیوال وضعیت لا هم له ګڼو سیاسي او امنیتي کړکېچونو سره مخ دی.


















