کابل ټکی کام (جمعه ۱۱ غويي، ۱۴۰۵ل)
نن جمعه د مې لومړۍ نېټه، چې په نړۍ کې د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د اسلامي امارت په مشرۍ افغان حکومت هڅې کوي، چې په افغانستان کې د کارګرانو د وضعیت د ښه کېدو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسؤلینو په وار وار ټینګار کړی چې د هېواد د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د کار زمینې برابرول لومړیتوب دی، او په همدې موخه د بېلابېلو سکتورونو د فعالولو هڅې دوام لري.
په ورته وخت کې، د هېواد په ځینو سیمو کې کارګران په کانونو، کرنې او ساختماني برخو کې پر کار بوخت دي. د کنړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ یو کارګر، حمیدګل صافي، وایي چې که څه هم کار سخت دی، خو د عاید ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او تمه لري چې د کار زمینې نورې هم پراخې شي.
د اسلامي امارت له لوري بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د استولو پروګرامونه هم پیل شوي، چې له مخې یې یو شمېر کارګران قطر ته استول شوي او تمه ده دا لړۍ نوره هم پراخه شي.
چارواکي همدارنګه ډاډ ورکوي چې د کارګرو د حقونو د خوندي کولو، د کاري چاپېریال د ښه کولو او د مهارتونو د لوړولو لپاره به نور ګامونه هم پورته شي.
د یادونې وړ ده چې، کارګرو په ۱۸۸۶م کال کې د امریکا په “Chicago” ښار کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه پیل کړه او وروسته په ۱۸۹۹ م کال کې (paris) په نړیواله کچه د دې ورځې د نمانځلو پرېکړه وکړه.


















