کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د لوګر ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ويلي، چې د مرکز پل علم اړوند حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین نیول شوي دي. د یادې پېښې پر مهال پلار، مور او دوه زامن وژل شوي وو.
د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د غلا په نیت کور ته ننوتي وو، خو د کورنۍ غړو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته یې د شواهدو د له منځه وړلو لپاره هغوی وژلي دي.
چارواکو زیاته کړې، چې د تورنو کسانو دوسیه د لا زیاتو څېړنو او د شرعي مجازاتو د تطبیق لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده.


















