سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)

د عامې روغتیا وزارت وایي، د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د حضرت سلطان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.

ښاغلي نور جلال ویلي، دغه روغتون به د ولسوالۍ په کچه د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د خلکو د ستونزو د حل او معیاري درملنې لپاره مهم وي.

نوموړي زیاته کړه، له داخلي بودجې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوې او د روان ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو کارونه هم پيل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button