کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د سوډان د پلازمینې خرطوم په مربوطاتو کې پر یوه ښوونځي د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه برید د چټک غبرګون ځواکونه له لوري ترسره شوی، چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او پر ملکي وګړو بریدونه یې نه بښونکی جنایت بللی دی. نوموړي همداراز د دې برید په غبرګون کې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.
سوډان له څه تېرو ۴ کلونو راهیسې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دی، چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ شمېر خلک بېځایه شوي دي.


















