د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د د مالي دفاع وزارت اعلان کړی چې حکومت ضد وسله وال د پوځي عملیاتو له امله له پلازمینې او یو شمېر لویو ښارونو څخه شاتګ ته اړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند “سیدو کامارا” ویلي، چې د امنیتي ځواکونو د پرله‌پسې عملیاتو په نتیجه کې وسله والې ډلې له مهمو ښاري سیمو وتلو ته مجبورې شوې دي.
د راپورونو له مخې، په مالي کې فعالې وسله والې ډلې لکه جماعت نصرت الاسلام والمسلمین او ځینې نورې مالي هېواد کې له سختو پوځي فشارونو سره مخ شوې دي.
خو یادو ډلو د حکومت دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې لا هم په بېلابېلو سیمو باندې کنټرول لري.
دا په داسې حال کې ده چې مالي هېواد له کلونو راهیسې د ناامنۍ او د وسله والو ډلو د فعالیتونو له جدي ګواښ سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button