کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
په ملګري ملتونه کې د ایران سفیر او دایمي استازي “امیر سعید ایرواني” ویلي چې صهیونیستي ریژیم لا هم د سیمهییز او نړیوال امنیت او سولې لپاره یو دوامدار او جدي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د دغه اشغالګر او تېري کوونکي رژیم استازي هېڅ قانوني، اخلاقي یا سیاسي صلاحیت نه لري چې د ملګرو ملتونو نورو غړو هېوادونو ته نصیحت وکړي او یا پر هغوی تورونه ولګوي.
ایرواني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې د سیمې د امنیتي وضعیت او سیاسي کړکېچونو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.


















