د سربو او جستو د پروسس کارخونې د جوړولو په موخه له دوو شرکتونو سره هوکړه لاسليک شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له «فاین سټار ګروپ» او «ازره ګرین سټون» شرکتونو سره یې د سربو او جستو د معیاري پروسس کارخونې د انتقال او نصب په برخه کې د پانګونې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د وزارت په وینا، د هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري وویل، وزارت چمتو دی چې د کانونو د استخراج او پروسس او اړوندو کارخونو د جوړولو په برخه کې پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
بدري زیاته کړې، وزارت د هېواد د کانونو د پروسس او په دې برخه کې د پانګونې د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور ملاتړ کوي. د یادو شرکتونو استازو هم د هوکړهلیک له مخې د خپلو ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی دی.



