پاکستان الوتکو په کونړ او هلمند کې پر ملکي کورونو بمبار؛ ۹ ملکيان شهیدان شوي او ۹ ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)

د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، د پاکستان پوځي الوتکو تېره شپه او نن سهار د کونړ په شلتن او د هلمند په ګرمسیر ولسوالیو کې پر ملکي کورونو بمبار کړی، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د «چوګام» په دره کې پر یوه ملکي کور د الوتکو د برید له امله پنځه کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي. سیمه‌ییز مسوولین وايي، یو ماشوم لا هم نادرکه دی او د ژغورنې عملیات دوام لري.

بلخوا، د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ د مقام مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې د «صفار» په سیمه کې پر دوو کورونو څلور بمونه غورځول شوي، چې له امله یې څلور ملکي وګړي شهیدان، شپږ ټپیان او درې ماشومان نادرکه شوي دي. د مسؤلينو په وینا، په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button