افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دواړو لورو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پراخېدو او د ګډو اقتصادي پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تاجکستاني سوداګرو او پانګوالو ته په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې، او د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم افغان پلاوي ته په دوشنبې کې د ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون د ګډون بلنه ورکړې ده.



