سهیل شاهین په دوحه کې د ترکیې له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ترکیې له نوي ټاکل شوي سفیر یعقوب جایماز اوغلو سره لیدلي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د همکاریو پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له شته ظرفیتونو د لا ښه ګټې اخیستنې په اړه هم بحث شوی او د سیمې د وروستیو تحولاتو په تړاو د نظرونو تبادله شوې ده.



