روزګان کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د بند جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د روزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ په یومني سیمه کې د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال مولوي نیازمحمد فیضان وايي، د دغه بند په جوړېدو سره به د سیمې د اوبو مدیریت ښه او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره شي.
د نوموړي په وینا، بند به د شاوخوا ۳۰۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري او د جوړېدو چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي. د بند له بشپړېدو سره به شاوخوا شپږ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.



