جنرال محسن رضايي اماراتو ته: د «غزې د قصاب» کوربه‌توب به درته ښې پایلې ونلري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي “جنرال رضايي” متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د یوه لوړپوړي چارواکي کوربه‌توب به د دغه هېواد لپاره مثبتې پایلې ونه لري.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، رضايي چهارشنبه په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې لکه څنګه چې په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي پوځي اډو کوربه‌توب دغه هېواد ته امنیت نه دی راوستی، د هغه په وینا، د «غزې د قصاب» نتنیاهو کوربه‌توب به هم مثبتې پایلې ونه لري.

نوموړي اماراتو ته په خطاب کې ویلي: «له وروستۍ جګړې درس واخلئ، د جګړې له پیلولو لاس واخلئ او د ایران د ټاپوګانو په اړه له بې‌اساسه ادعاوو کولو ډډه وکړئ.»

مربوطه مطالب

Back to top button