افغانستان او تاجکستان د برېښنا وارداتو د زیاتولو او لېږد شبکې د پراختیا په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ پلاوي په دوشنبه کې د تاجکستان له برېښنا شرکت «برق تاجیک» له رئیس محمدعمر آسوزاده سره لیدلي او د برېښنا او انرژۍ په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د واردېدونکې برېښنا د کچې زیاتوالي، د برېښنا لېږد مزیو پراختیا، د کیفیت او ولتاژ ښه والي، تعرفو، پانګونې او تخنیکي زده‌کړو په اړه بحث شوی.

تاجکستاني لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم شریک کړی او افغانستان ته یې د برېښنا د صادراتو د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button