فاریاب کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پراختیايي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د خواجه موسی ولسوالۍ په عطا خان کلي کې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

په دغو پروژو کې د ۶۰ مترو په اوږدوالي د یوه پُل او د ۴۸۴ مترو په اوږدوالي د یوه اتصالي سړک جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د جوړولو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د چارو له بشپړېدو سره به د عطا خان کلي د سلګونو اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button