د افغانستان د علماوو شورا د جوړښت او دندو لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د عدلیې وزارت وايي، د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه چې د اسلامي امارت د مشر له‌خوا جوړه او صادره شوې، په رسمي جریده کې خپره شوې ده. د وزارت په وینا، په دې لایحه کې د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې تنظیم شوې دي.

یاده لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري. د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدای شي.

د لایحې له مهمو مسوولیتونو څخه د اسلامي نظام ملاتړ، خلکو ته د شرعي نظام په اړه پوهاوی، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور پیاوړتیا، د نوي نسل عامه پوهاوی او له دولتي ادارو سره همکاري یاد شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button