اسلام کلا بندر کې د ۱۰ زره ټنه نفتو او ګازو زېرمو د جوړولو طرحه تایید شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په غونډه کې په هرات ولایت کې د اسلام کلا بندر د نفتو او ګازو د تخلیې او بارګیرۍ تأسیساتو د جوړولو طرحه د بحث وروسته د تایید وړ بلل شوې ده.

د طرحې له مخې، خصوصي سکتور به په اسلام کلا بندر کې د ۱۰ زره ټنو په ظرفیت د نفتو او ګازو زېرمې او اړوند تأسیسات جوړ کړي.

د چارواکو په وینا، د پروژې په بشپړېدو سره به د نفتو او ګازو سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې، لګښتونه به یې کم او شاوخوا ۳ زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button