مارکو روبیو له عباس عراقچي او ایراني پلاوي د نیویارک د پرېښودو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)

امریکايي خبري وېب‌پاڼې «اکسیوس» راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او مل پلاوي ته امر کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته سمدستي نیویارک پرېږدي.

د راپور له مخې، ایراني پلاوي څو ساعته وروسته نیویارک پرېښی او دوحې ته روان شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د قطري منځګړو هڅو هم د دواړو هېوادونو ترمنځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راوستی.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د هوکړې یا پوځي برید په اړه باید پرېکړه وشي او په وینا یې، دا موضوع به ډېر ژر په یوه یا بله بڼه پای ته ورسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button