بېلاروس افغانستان ته د صنعتي ماشینونو د استازو لېږلو لېوالتیا لري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، بېلاروس ته د دغه وزارت د وزير نورالدین عزیزي په مشرۍ تللي پلاوي د بېلاروس د صنعت له وزیر سره د تولیدي فابریکو د جوړولو، د افغانستان ـ بېلاروس سوداګریز فورم د جوړېدو او د اقتصادي کمېسیون د وړاندیز شویو موضوعاتو د تعقیب په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، بېلاروس افغانستان ته د تولیدي ماشینونو، په ځانګړي ډول ټراکټورونو او د کانونو د استخراج لپاره د کارېدونکو ماشینونو او وسایطو د تولیدونکو شرکتونو د استازولیو د لېږلو لېوالتیا څرګنده کړې ده.



