کندهار او کابل کې د نشهيي توکو د تولید او پلور په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کندهار کې د نشهيي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه له ۱۴۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو بنسټیزو توکو سره کشف او ضبط کړې ده.
همداراز په کابل کې سلګونه نشهيي ګولۍ، تریاک، چرس او شیشه نیول شوې او د یادو قضیو په تړاو ۱۱ تنه هم نیول شوي دي.
بلخوا د نیمروز امنیې قوماندانۍ وايي، په دغه ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې کشف او راټول شوي ۹ زره او ۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي او څه باندې درې میلیونه او ۵۸ زره نشهيي ګولۍ د سیمهییزو مسوولینو او امنیتي منسوبینو په حضور کې سوځول شوې دي.



