حوثي ځواکونو د یمن په مهم بندري ښار «المخا» کنترول بشپړ کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن په لوېدیځ ساحل کې د حوثي ځواکونو او مخالفو وسلهوالو ترمنځ د روانو نښتو په لړ کې حوثي ځواکونو د المخا په ښار کنټرول بشپړ کړی ده.
د راپورونو له مخې، حوثي ځواکونه د المخا ښار تر نیولو وروسته د بابالمندب تنګي ته څېرمه غرنیو سیمو ته هم رسېدلي دي.
المخا د یمن د تعز ولایت په لوېدیځ ساحل کې موقعیت لري او د بابالمندب ستراتیژیک تنګي ته نږدې مهم بندري ښار ګڼل کېږي.
د سیمې د کنټرول بدلون په داسې مهال رامنځته شوی چې په لوېدیځ او سوېل لوېدیځ یمن کې د حوثي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.
د راپورونو له مخې، د بابالمندب په شاوخوا کې د جګړو زیاتېدل د دغه مهم سمندري مسیر د امنیت په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.



