د ا.ا لوړپوړي پلاوي د بدخشان او تخار له سرحدي سیمو د لیدني پرمهال د امنیتي وضعیت ارزونه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت یوه لوړپوړي پلاوي د امنیتي وضعیت د ارزونې او د سرحدي سیمو د څارنې په موخه د بدخشان او تخار ولایتونو له یو شمېر مهمو سیمو لیدنه کړې ده.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د استخباراتو عمومي ریاست، د کورنیو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت استازي شامل وو.
یاد پلاوي د بدخشان د زیباک او کرانومنجان ولسوالیو له مهمو او سرحدي سیمو، امنیتي پوستو او یو شمېر نورو سیمو څخه لیدنه کړې او د امنیتي وضعیت په اړه یې ارزونه کړې ده.
د چارواکو په وینا، د دغې سفر موخه د سرحدي سیمو د امنیت ارزول، د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو څارنه او د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو ارزونه وه.



