متقي او د ملګرو ملتونو مرستیالې د افغان کډوالو د بیا ادغام او بشري مرستو په اړه خبرې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سیاسي او سولې چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې، روزماري دیکارلو، سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو، بشري مرستو او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو د اړتیاوو په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغان کډوالو د دوامدار بیا ادغام لپاره پر ګډو او همغږو هڅو ټینګار کړی او د اقلیم بدلون، اوبو، سیمهییز وضعیت او د افغانستان د ځانګړو اړتیاوو په اړه یې هم بحث کړی دی



