امریکا په اسرائیلو کې ۳۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلو «والا» خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا لږ تر لږه ۳۰۰۰ امریکايي سرتېري د اسرائیلو په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو اوونیو کې د منځني ختیځ د احتمالي کړکېچ پر وړاندې د چمتووالي په موخه نور امریکايي سرتېري او پوځي الوتکې هم اسرائیلو ته ولېږل شي.
«والا» زیاته کړې چې اسرائیلي پوځ هم له ایران سره د احتمالي نوې جګړې لپاره خپل پوځي چمتووالی زیات کړی دی.
د راپور له مخې، دغه اقدامات په داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي پوځي تقابل په اړه اندېښنې مطرح کېږي.



