جنرال فدوي: د لومړي ځل لپاره په فارس خلیج کې د امریکا هېڅ جنګي بېړۍ نشته

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان د سلاکارانو د ډلې مشر “جنرال علي فدوي” ادعا کړې چې د لومړي ځل لپاره په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان سمندر کې هېڅ امریکايي جنګي بېړۍ شتون نه لري.

فدوي په یوه مرکه کې ویلي، هرمز تنګی د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې په بشپړه توګه د ایران تر کنټرول لاندې و او لا هم د تهران تر کنټرول لاندې دی.

نوموړي ویلي، د امریکا پوځي ځواک تر ډېره پر سمندري ځواک متکي دی او د دغه هېواد ځمکني او هوايي ځواکونه هم له سمندري ځواکونو سره تړاو لري؛ له همدې امله، د ده په وینا، د امریکا پوځي وړتیا په سمندري ځواک کې څرګندېږي.

فدوي زیاته کړې چې امریکا له ۱۸۵۳ میلادي کال راهیسې په فارس خلیج کې پوځي حضور لري، خو اوس د لومړي ځل لپاره په دې سیمه کې امریکايي جنګي بېړۍ نه لیدل کېږي.

د سپاه پاسداران دغه چارواکي همداراز ویلي چې ایران او عمان باید د هرمز تنګي د تنظیم او مدیریت لپاره د قوانینو طرحه جوړه کړي او ادعا یې کړې چې په دې اړه هوکړه هم شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button