کابل کې د بانکدارۍ په اړه مهم کنفرانس جوړېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بانکونو ټولنه وایي، ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې په کابل کې د بانکدارۍ په اړه مهم کنفرانس جوړ شي.

د بانکونو ټولنې په وینا، په دغه کنفرانس کې به د هېواد د بانکدارۍ د وضعیت د ښه‌والي، د اسلامي او ډیجیټلي بانکدارۍ د پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه بحثونه وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له خصوصي سکټور سره د همغږۍ پیاوړتیا، د پیسو د لېږد د اسانتیاوو زیاتول او له بهرنیو بانکونو سره د اړیکو او همغږۍ پراختیا به هم د کنفرانس له مهمو موضوعاتو څخه وي.

ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د افغانستان سوداګریز بانکونه، یو شمېر دولتي ادارې، د خصوصي سکټور استازي او نړیوال شریکان، د نړیوال بانک او یوناما په ګډون، برخه واخلي.

د بانکونو ټولنه وایي، د دغه کنفرانس موخه د افغانستان د بانکدارۍ سکټور د لا پراختیا او د مالي خدمتونو د ښه‌والي لپاره د ګډو لارو چارو موندل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button