پغمان کې د ۱۸۴ زره ډالرو په لګښت د څلورو کوچنیو بندونو جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، په پغمان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو کوچنیو اوبو بندونو «چکډیمونو» د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ریاست په وینا، د یادو بندونو اوږدوالی له ۱۸ تر ۶۹ مترو پورې دی او د جوړولو په بهیر کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ریاست د معلوماتو له مخې، د دغو بندونو په بشپړېدو سره به د باراني اوبو د مهار ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو کچه هم وساتل شي.



