اسلامکلا، تورخم او خوست کې د توکو د پلټنې لپاره ۵ سکېنرونه نصب شول

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست وايي، د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټنې او ارزونې په موخه د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د ۳۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه پایې سکېنرونه پېرل شوي او د نصب چارې یې بشپړې شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دوه سکېنرونه د هرات په اسلامکلا ګمرک، دوه د ننګرهار په تورخم ګمرک او یوه پایه د خوست هوايي ډګر په ګمرک کې نصب شوې ده.
د مالیې وزارت وايي، د دغو سکېنرونو په کارولو سره به د مسافرینو راوړل کېدونکي توکي په چټکۍ، دقت او شفافیت وپلټل شي او د مالونو د ارزونې بهیر به لا اغېزمن شي.



