د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته نن پیلېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه ناسته نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شي.

په دې ناسته کې به د افغانستان ترڅنګ د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د ناستې په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر”ملا امیرخان متقي” هم تېره ورځ ناوخته د مسکو فارمټ په اتمه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شوی دی.

تمه ده په دې غونډه کې به د افغانستان اړوند سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایل او له سیمې سره د اړیکو په اړه خبرې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button