له هراته د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېټریو محموله متحده عربي اماراتو ته صادره شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د هرات ولایت مقام وایي، له دغه ولایت څخه د شاوخوا ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د بېټریو یوه محموله متحده عربي امارتو ته صادره شوې ده.
د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې، دغه محموله د یوه سوداګریز تړون له مخې عربي هېوادونو ته لېږل شوې او د یاد شرکت د تولیداتو څلورمه جوپه ده چې د عربي هېوادونو بازارونو ته صادرېږي.
د شرکت مسوولین وایي، دوی د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري او کولای شي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د بېټریو اړتیاوې هم پوره کړي.
دوی زیاتوي چې د تولیداتو د پراختیا له لارې کولی شي خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته هم صادر کړي.



