کابل ښاروالۍ: د کابل هوايي ډګر څلورلارې لپاره د ۶۲۰ متري هوايي پل جوړيدو طرحه وروستۍ شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۵ل)
کابل ښاروالۍ وايي، د کابل هوايي ډګر څلورلارې د هوايي پل او څلورو دایروي رمپونو د جوړولو طرحه له تخنیکي او ترافیکي مطالعاتو وروسته وروستۍ شوې ده.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د دې پروژې هوايي پل به ۶۲۰ متره اوږدوالی، ۴۴ متره سور او ۶ متره لوړوالی ولري.
کابل ښاروالۍ وايي، د پروژې په پلي کېدو سره به د وسایطو د تېرېدو ظرفیت لوړ، ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او د ښاریانو د خوندي او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي. ټاکل شوې چې د هوايي پل او څلورو دایروي رمپونو د جوړولو عملي چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.



