لاوروف: اسلامي امارت د افغانستان پر ټول قلمرو واک لري او هېواد اداره کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټول قلمرو واک لري او هېواد په بریالیتوب سره اداره کوي. نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې کړې دي.
لاوروف ویلي، مسکو په افغانستان کې د ناټو د پوځي اډو له بیا جوړېدو سره مخالفت لري او روسیه به افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، سره له دې چې پر افغانستان بندیزونه لګېدلي او د هېواد شتمنۍ کنګل شوې دي، خو د افغانستان اقتصاد لا هم د ودې په حال کې دی.



