ذبیح الله مجاهد: د «نړیوالې محکمې» په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژنو او د دغه ډول ادارو موقفونو ته ارزښت نه ورکوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ‘ذبیح‌الله مجاهد” د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د افغان مشرانو د نیولو په اړه مطرح شوي موقف په سختو ټکو غندلی دی.

مجاهد ویلي، افغانستان د «نړیوالې محکمې» په نوم کومه محکمه په رسمیت نه پېژني او د دغه ډول ادارو موقفونو ته ارزښت نه ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې د اسلامي امارت مشرانو داسې کوم کار نه دی کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیول کېدو یا مجازات مستحق وګرځي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د اسلامي شریعت د احکامو او خپلو محکمو تابع دی، نه د استخباراتي ادارو او د ده په وینا، تش په نوم محکمو.

مجاهد له یادو نهادونو غوښتي چې د خپل حیثیت د ساتلو لپاره دې له خپل واک او صلاحیت څخه پورته ادعاوې نه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button