د حوثي ځواکونو ادعا: پر سعودي کې مو مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي، چې د سعودي عربستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د دغه هېواد پر مهمو پوځي او اقتصادي اهدافو پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د یمن پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، سعودي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صنعا او الجوف، تعز، حجه، صعده او مأرب ولایتونو پر بېلابېلو سیمو ۶۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي، چې د دوی په وینا ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې د سعودي بریدونو شمېر له وروستي تصعید راهیسې ۱۵۷۶ ته رسېدلی دی.
د یمن پوځ د خپلو عملیاتو په اړه ویلي، لومړی برید یې د ریاض پر «ملک خالد» هوايي ډګر ترسره کړی چې د دوی په ادعا هدف په دقیق ډول لګېدلی او د هوايي تګ راتګ د ګډوډېدو لامل شوی دی.
د اعلامیې له مخې، دویم برید د رابغ په سیمه کې د «ارامکو» پر تصفیهخانې شوی چې د یمني ځواکونو په وینا د اورلګېدنې لامل شوی دی.
یمني پوځ همداراز ویلي، درېیم برید یې د ابها هوايي ډګر، د خمیس مشیط اډې، د عسیر د «عاکفه» پوځي کمپ او په نجران او جیزان کې پر یو شمېر حساسو اهدافو ترسره کړي، چې د دوی په ادعا اهداف یې په دقیق ډول ویشتلي دي.
په اعلامیه کې نړیوالو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د سعودي عربستان له فضا څخه دې د الوتنو له دوام څخه ډډه وکړي. یمني پوځ ویلي، د مکې مکرمې او مدینې منورې فضا له دې خبرداري مستثنا ده.
یمني ځواکونو ټینګار کړی چې د سعودي د پوځي تصعید د مقابلې لپاره یې لازم چمتووالی نیولی او د د مقابلې لپاره کافي پوځي وړتیاوې لري.



