ولسمشر اردوغان: د سعودي او یمن ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ روانې ستونزې پوځي حللاره نه لري او باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي.
اردوغان ټینګار کړی چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره باید د شخړو د پراخېدو پر ځای سیاسي او ډیپلوماتیکې لارې وکارول شي.
نوموړي ویلي، ترکیه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو د سولهییز حل ملاتړ کوي او د یمن د مسئلې د هواري لپاره باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې هڅې وشي.



