یحيی سریع: ځواکونه یې پر نیول شویو سیمو بشپړ کنټرول لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” وايي، یمني ځواکونه د جګړې په مختلفو محاذونو کې پر هغو ټولو سیمو بشپړ کنټرول لري چې تر دې وړاندې یې ترلاسه کړې دي.
سریع په یوه بیان کې د دښمن هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د یمن وسلهوالو ځواکونو په ځینو سیمو کې نیول شوې سیمې له لاسه ورکړې دي.
نوموړي ویلي، د دښمن له لوري د پوځي پرمختګونو په اړه خپرېدونکي معلومات «خیالي بریاوې» دي چې د خپلو ملاتړو د رضایت ترلاسه کولو لپاره یې وړاندې کېږي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ټینګار کړی چې د دښمن دا ډول تبلیغاتي هڅې د یمن خلکو ته نوې نه دي او هغوی د دغو «ناوړه او فریبکارانه» تبلیغاتي طریقو په اړه پوره پوهه لري.
سریع په ځانګړې توګه د یمن لوېدیځ ساحلي سیمې یادې کړې او ویې ویل چې د دښمن تبلیغات یوازې په همدې سیمه پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد په نورو محاذونو کې هم ورته ادعاوې مطرح کېږي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټینګار کړی چې د یمن وسلهوال ځواکونه خپلې ترلاسه کړې پوځي لاسته راوړنې ساتي او د جګړې په مختلفو جبهاتو کې وضعیت تر څار او کنټرول لاندې لري.



