د بغلان د بورې شرکت ۳۱۵ جریبه ځمکه له ۴۵ کلن غصب وروسته بېرته ترلاسه او شرکت ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د بغلان د بورې دولتي شرکت اړوند ۳۱۵ جریبه ځمکه، چې شاوخوا ۴۵ کاله د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو له خوا نیول شوې وه، بېرته د شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمدنبي بهار ویلي، یاده ځمکه د سرخکوتل، ګورګان او پوليخاټول کلیو د یو شمېر اوسېدونکو له خوا نیول شوې وه.
د نوموړي په وینا، له بېرته ترلاسه کېدو وروسته له اړوندو اوسېدونکو سره د شرکت د اصولو له مخې قراردادونه شوي او ځمکه د اجارې په توګه بېرته د هغوی په واک کې ورکړل شوې ده.



