پر یمن د بریدونو دوام؛ حوثي ځواکونو ریاض کې اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن حوثي ځواکونو ادعا کړې چې د سعودي عربستان له لوري پر یمن د ترسره شویو بریدونو په غبرګون کې یې د سعودي پلازمېنې ریاض کې یو شمېر اهداف په نښه کړي دي.

د حوثي ځواکونو د بیان له مخې، دغه عملیات د یمن پر ضد د سعودي د هوايي بریدونو د دوام په غبرګون کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې د ریاض پر لور بالستیک توغندي ویشتل شوي دي.

حوثي ځواکونه وايي، د یمن پر ضد هر ډول برید به د دوی له لوري له غبرګون سره مخ شي او دوی به د خپلو عملیاتو له لارې د سعودي پر اړوندو هدفونو فشار ته دوام ورکړي.

تر اوسه د سعودي عربستان له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي او بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي او د بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي نشته

د یمن او سعودي عربستان ترمنځ وروستۍ نښتې په داسې مهال دي چې د دواړو لورو ترمنځ د پوځي کړکېچ د کمېدو هڅې هم له مهمو ننګونو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button