تعز کې هوايي بریدونه؛ ائتلافي ځواکونو د ۳۵۰ حوثي جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ادعا کړې چې د یمن د تعز ولایت په اړوندو سیمو کې یې د حوثي ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۳۵۰ حوثي جنګیالي وژل شوي دي.

د ائتلافي ځواکونو د ویاند “ترکي المالکي” په وینا، دغه هوايي بریدونه د تعز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د حوثي ځواکونو پر مرکزونو، تجمعاتو او پوځي تاسیساتو ترسره شوي دي.

المالکي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د حوثي ځواکونو یو شمېر مرکزونه او پوځي تجهیزات هم په نښه شوي دي.

تر اوسه حوثي ځواکونو د ۳۵۰ جنګیالیو د وژل کېدو د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د ویلو ده، چې د یمن تعز ولایت په وروستیو څو ورځو کې د حوثي ځواکونو او د سعودي په ملاتړ د یمني جلا وطنه حکومت د ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهد ده او دواړه لوري هڅه کوي د دغه ستراتیژیک ښار کنټرول په بشپړه توګه ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button