د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته راورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سوداګرۍ ګډې خونې د مشر محمود سیادت په مشرۍ ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته رارسېدلی دی.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پلاوي کې ایراني سوداګر، پانګهوال او اقتصادي فعالان شامل دي.
ټاکل شوې، دغه پلاوی به په کابل کې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره به د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړي.



