ملا امير خان متقي او لاوروف د افغانستان او روسیې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګئي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییزو موضوعاتو او د سیاسي مشورو پر دوام یې خبرې کړې دي. متقي د سیاسي تفاهم د پیاوړتیا ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د لا زیات تمرکز غوښتنه کړې ده.
بلخوا، لاوروف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو پر دوام ټینګار کړی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
نوموړي د نشهیي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان حکومت اقدامات هم ستایلي دي.



