د مکې دفاعي تړون؛ سعودي عربستان له پاکستان او ترکیې د مرستې غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وایي، چې سعودي عربستان د امنیتي اندېښنو او پوځي وضعیت په تړاو د مکې د امنیتي تړون پر بنسټ له پاکستان او ترکیې د مرستې غوښتنه کړې؛ خو د پاکستاني د سرتېرو د احتمالي لېږلو او د ترکیې د پوځي همکارۍ په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې سعودي عربستان له پاکستان څخه د ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده. خو پاکستاني لوري د دې شمېرې په اړه څرګند انکار کړی او د احتمالي پوځي مرستې او د سرتېرو د شمېر په اړه یې معلومات د محرمیت موضوع بللې ده.
له بلې خوا، د ترکیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، انقره ښايي له سعودي عربستان سره د پوځي تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي، خو دغې مرسته کې د ترکي سرتېرو استول نه دي شامل.
په ترکیه کې د دې موضوع په تړاو سیاسي نیوکې هم راپورته شوې دي. د دغو نیوکو مطرح کوونکي وايي، د سعودي عربستان جګړې ته باید ترکي ځواکونه ونه لیږل شي، ځکه ترکیه لا له وړاندې څو جبهو کې مصروفه ده.
تر اوسه د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې له لوري د یادو ادعاوو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.



