د افغانستان برېښنا شرکت پلاوی د کاسا ـ ۱۰۰۰ راتلونکې غونډه کې ګډون کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د افغانستان برېښنا شرکت له اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار سره لیدلي او تاجیکستان ته یې د نوموړي د وروستي سفر په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

په دې لیدنه کې همکار د تاجیکستاني چارواکو سره د خپلو لیدنو او د برېښنا اړوندو پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات شریک کړي دي.

په دې ناسته کې د کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژې په تړاو په قرغزستان کې د راتلونکې غونډې د جوړېدو او په کې د افغانستان برېښنا شرکت د پلاوي د ګډون په اړه هم خبرې شوې دي. مولوي احمدجان بلال د پلاوي د لا ښه چمتووالي او اغېزمن ګډون لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button