لوګر کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت درې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۵ل)

د لوګر ولایت په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت درې پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو په ترڅ کې د اوبو دوه کوچني بندونه (چکډیمونه) او د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې ده.

مسؤلين وايي، د پروژو د جوړېدو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره یې د سیمې د اوسېدونکو د اوبو اړوند ستونزې کمې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button