کابل او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزرا د دفتر رییس”ډاکټر عبدالواسع خادم” په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر “فیصل طلق البقمي” سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د ارګ په یوه خبرپاڼه کې د عبدالواسع خادم له قوله ویل شوي، چې کابل او ریاض ښې اړیکې لري او هڅې روانې دي چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې لا پیاوړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره په مختلفو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.



