ملا امير خان متقي او د روسیې د امنیت شورا منشي په سیمه‌ییز امنیت او دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سیمه‌ییز امنیت، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحث شوی دی.

متقي د افغانستان د رسمیت پېژندنې له امله د روسیې له رهبرۍ مننه کړې او د سیمه‌ییز امنیت او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پر دوام یې ټینګار کړی دی. شویګو هم د اړیکو د پراختیا او د سیاسي مشورو او عملي همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button