جنرال یحیی سریع: د باب المندب پر لور مو د مخالفینو د پرمختګ هڅه شنډه کړه- مخالف وسله وال: د پرمختګ په حال کې یو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” وایي، یمني ځواکونو د سعودي ځواکونو هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې د باب المندب په لور پرمختګ وکړي.
یحیی سریع په یوه بیان کې ویلي، یمني ځواکونو د سعودي ځواکونو یو شمېر تجمعات په نښه کړي، هغوی یې شړلي او شاتګ ته یې اړ کړي دي.
د نوموړي په وینا، یادو سعودي ځواکونو هېڅ ډول پرمختګ نه دی کړی او د هغوی پر تجمعاتو لس بالستیک توغندي توغول شوي دي.
سریع زیاته کړې چې د یمني ځواکونو د عملیاتو په پایله کې لسګونه سعودي سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي او ګڼ شمېر پوځي وسایط هم ویجاړ شوي دي.
په ورته مهال د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو ادعا کړې، چې وسله وال یې د باب المندب په ګډون ځینو سیمو کې د پرمختګ په حال کې دي.
د ویلو ده، چې تر اوسه د ښکیلو لوریو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.



